د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د دوو آمریتونو لپاره نوي آمرین معرفي او خپلې دندې رسماً پیل کړې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۹:۵۰
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید او حکم پر اساس، محترم قاري عبدالباري تاج د ډېټابېس آمر په توګه او همداراز محترم سید تمیم آغا د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده کړو د نوي آمر په توګه د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي له لوري معرفي او خپلې دندې یې رسماً پېل کړې.

د نوي آمرینو په معرفي غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د ډېتابېس او معلوماتي سیسټم رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي، د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد، د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان او د یادو ریاستونو آمرینو او کارکوونکو شتون درلود.

محترم مولوي محمد موسی صدیقي د نویو آمرینو په معرفي غونډه کې منصب یو امتیاز نه، بلکې یو ستر مسؤلیت وباله، نوموړي زیاته کړه چې د یوې ادارې موخو ته رسېدل هغه مهال ممکن دي چې د ټولو چارو په ترسره کولو کې د الله تعالی جل جلاله رضا ته لومړیتوب ورکړل شي، د ادارې د بېلابېلو برخو ترمنځ بشپړه همغږۍ رامنځته شي، د کارکوونکو وړتیاوې او استعدادونه په دوامداره ډول ارتقاء و مومي او اداري سلسله‌ مراتب په سمه توګه رعایت شي.

همدارنګه په دې غونډه کې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود د مشرانو د اطاعت پر اهمیت خبرې وکړې او له کارکوونکو یې وغوښتل چې خپلې دندې په پوره مسؤلیت سره ترسره کړي، د بیت‌المال له ضایع کېدو څخه په جدي توګه مخنیوی وکړي، تقوا او دینداري دې د کاري ژوند اصلي موخه وګرځوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

BACK TO NEWS