د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنيوي په موخه د اچ، اچ، آر، ډي مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۰:۵۹
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د اچ، اچ، آر، ډي مؤسسې د استازي محترم همایون نوري ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې په کندز، هلمند، میدان وردک، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې (۱۶۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره اته (۸) ډوله خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.

محترم ملا صدوخان حق‌ شناس د یادې مؤسسې له مسؤل څخه د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د مرستو د چمتو کولو په پار مننه وکړه او زياته یې کړه: یتیمان، کونډې او معلولین د ټولنې هغه قشرونه دي، چې ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري او باید د هغوی څخه په سمه توګه ملاتړ وشي.

محترم همايون نوري د اچ، اچ، آر، ډي مؤسسې استازي هم ژمنه وکړه، چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره په همغږۍ به د مرستو برابرولو په برخه کې نورې هڅې هم وکړي.

د یادې پروژې مجموعي لګښت (۷) میلیون او (۶۱۸) زره او (۳۸۰) افغانۍ کېږي چې د يادو ولايتونو د شهيدانو او معلولينو چارو رياستونو په همغږۍ به تطبیق شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د (HHRD) نړیوالې مؤسسې د مسؤلینو هڅې وستایلې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د (HHRD) نړیوالې مؤسسې رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل او د یادې مؤسسې مرستیال محترم همایون نوري ته، د یتیمانو، کونډو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS