یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي الکټرونیکي سیسټم له چارو څخه په فراه ولايت کې څارنه ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۱۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم آمر محترم سید تمیم آغا په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي چې محترم حکمت الله بدري، محترم صدیق الله جهاني او محترم منیر احمد شیرزي یې ملتیا کوله، په فراه ولایت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي الکټرونیکي سیسټم د چارو څخه هر اړخیزه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د دې څارنې په بهیر کې، تخنیکي پلاوي د ثبت په پروسه کې د لوړې کچې دقت غوښتنه وکړه او د سیستم د چارو د لا ښه والي لپاره یې مهمې او ګټورې سپارښتنې وړاندې کړې.

همدارنګه، د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د سیستم د ثبت بهیر د لا اغېزمن ترسره کېدو په برخه کې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS