په بادغيس ولايت کې پر څلوېښت (۴۰) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې
د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست په هڅو او د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په همکارۍ په دې ولايت کې د شهيدانو او معلولينو پر (۴۰) مستحقو کورنيو باندې ژمنۍ البسه او خوراکي توکي ووېشل شول.
د مرستو د وېش پر مهال د بادغیس ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي محمد اسماعيل رحماني د خیریه بنسټونو په همکارۍ او همغږۍ یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا زیاتو مرستو د چمتو کولو ډاډ ورکړ.