د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې د فني او حرفوي زده کړو پر (۱۵۳) تنو زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۹:۳۰
mmd

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده کړو (۱۵۳) تنو زده کوونکو باندې د اچ، اچ، آر، ډي نړیوالې مؤسسې له لوري خوراکي مواد چې په هغه کې وریجې، لوبیا، بوره او مالګه شامل وه، په مستحقو کسانو باندې ووېشل شول، د یادو مرستو سربېره هر زده کوونکي (۳۵۶۰) افغانۍ د یوې میاشتې د لارې کرایې په توګه هم ترلاسه کړې.

د یادونې وړ ده، چې د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد، د آسایشګاه د چارو آمر محترم ملا سید محمد آخند، د فني او حرفوي زده کړو د آمریت سرپرست محترم غلام مرتضی رستمي، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو چارو خدمتونو د تنظیم ریاست استازي او د مؤسسې مسؤلینو حضور درلود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵۰) تنو یتیمانو،. . .

BACK TO NEWS