شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې په ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۹:۳۳

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئيس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د راپورونو د تحلیل او توحید آمر محترم مولانا نورالدین صاحبزاده او اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي نورالحق حقاني په مرکز او ولایتونو کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتني نغدي مساعدتونو د ورکړې پروسې د څارنې او ارزونې پر څرنګوالي، د څارنې او ارزونې ریاست اړوند میکانیزم پر جوړښت، د اړوندو ریاستونو د څارنې او ارزونې په موخه د چک لیستونو پر بډ‌ایه کولو او په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.

همداراز په دې غونډه کې اړوند آمریتونو ته دنده وسپارل شوه، تر څو په روان کال کې تر دې مهاله د پلان سره سم او د پلان څخه بهر د ترسره شوېو کړنو او فعالیتونو راپور ترتیب او د ریاست سره شریک کړي.

محترم مولوي نورالحق حقاني د غونډې ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې د ولایتي او مرکزي ریاستونو د فعالیتونو او کړنو د ارزونې پر مهال دې له غوره اخلاقو او ښه چلند څخه کار واخلي.

په یاده غونډه کې ګډونوالو هم خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او ورپسې د څارنې او ارزونې رئیس له لوري هغوي ته د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۹:۱۰
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم قاري عنايت الله د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۹:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۲۵) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د شهیدانو او معلولینو کورنيو د ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۲۵) تنو یتیمانو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۹:۱۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په خوست ولایت کې د دې وزارت له اړوند ریاست د فعالیتونو او کاري بهیر څخه ارزونه ترسره کړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په مشرۍ یو پلاوي چې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل. . .

BACK TO NEWS