په کابل ولایت کې (۵۰) تنو کونډو د خیاطۍ ماشینونه ترلاسه کړل
د یفت خیریه مؤسسې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ (۵۰) تنو مستحقو کونډو ته د اقتصادي ځان بساینې په موخه د خیاطۍ ماشینونه ووېشل.
یادې مرستې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر، د څارنې او ارزونې ریاست استازي محترم محمد فاروق ځلاند او د یفت خیریه مؤسسې مسؤلینو په حضور کې په شفاف ډول ووېشل شوې.