د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کونډو، یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او هغوی ته د مرستو چمتو کولو په موخه د یار خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۸:۴۳
mmd

یاد هوکړه لیک د (۴۳) زره او (۸۵۰) امریکایي ډالرو په ارزښت د دې وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د یار مؤسسې مرستیال محترم صدیق الله توخي ترمنځ لاسلیک شو، چې د هغه پر بنسټ به، (۹۵۰) تنو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته په کابل او ننګرهار ولایتونو کې خوراکي مواد او همداراز د ژمنېو توکو مرستې چمتو او ووېشل شي.

محترم ملا صدو خان حق شناس د هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو د زمینې برابرولو او همداراز دکونډو لپاره د کوچنیو کارو بارونو په رامنځته کولو ټینګار وکړ، تر څو له یوې خوا د هغوی اقتصادي ستونزې حل شي او له بلې خوا یادو کسانو ته دوامدارې عایداتي سرچینې برابرې شي.

په ورته وخت کې محترم صدیق الله توخي د یادې مؤسسې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته به لا زیاتې مرستې چمتو کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳۸
Background image

په لوګر ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې دوه بوری اوړه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳۷
Background image

د پکتیا ولایت یو شمېر ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس سفر

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد رسول حنفي د ځاځي اریوب، احمدخېل او لجه منګل ولسوالیو ته سفر وکړ. د دغه سفر موخه یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې پکې د اړوندو څانګو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو. . .

BACK TO NEWS