د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د درېیو (۳) خالي بستونو لپاره د ازادۍ سیالۍ له لارې ازموینه واخیستله

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۱:۴۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست په دې وزارت کې د درېیو خالي بستونو لپاره د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې د پنځلس (۱۵) تنو په شرایطو برابر کسانو څخه د ازادۍ سیالۍ له لارې ازموینه واخیستله.

له ګډونوالو څخه د ازموینې اخیستو پر مهال د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د وزارت د مقام دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخي زاده، د پراختیایي پروژه څخه د څارنې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب ابوعبیده حضور درلود.

محترم مولوي کلیم الله افغان په دې پروګرام کې د ازموینې د نمرو په ورکړه کې د پوره شفافیت ډاډ ورکړ او د ازموینې له ګډونوالو یې وغوښتل چې د ناکامیدو په صورت کې دې خپل همت له لاسه نه ورکوي او د هرې ناکامي ترشا بریا شتون لري او د ژوند په بيلابيلو پړاوونو کې د زیاتو بریاوو د ترلاسه کولو لپاره باید د ناکامېو په مقابل کې قوي هوډ او عزم ولرو.

د دې پروګرام په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په ازموینه کې د پوره شفافیت د شتون ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه د ګمارنۍ په موخه ټاکل شوې کمېټه به د ازموینۍ د پاڼو په بررسۍ کې له پوره دقت او بې پرېتوب څخه کار واخلي.

هغه همداراز د دیني مسائلو د زده کړې په اهمیت باندې هم ټینګار وکړ او وې ویل: موږ به هغه وخت دنیوي او اخروي نېکمرغۍ ترلاسه کړو  او حقیقي بریالیتوب ته به ورسیږو چې خپلې ټولې چارې د الهي قانون مطابق تنظیم کړو او اعمال صالحه ترسره کړو.

د یادونې وړ ده چې پنځلس تنو په شرایطو برابر کسانو په دوو NTA بستونه ( د مالي او تدارکاتي چارو متخصص، د پالیسۍ، تقنین او ستراتیژۍ متخصص) او همداراز یوه څلورم بست (د قراردادونو د تسهیل مسلکي غړي) کې د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې خپله ازموینه ترسره کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۳
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامين زهير د شهیدانو کورنیو او معلولينو د وضعیت د ارزونې، هغوی ته د وړاندې شوو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي او همداراز د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS