د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید اخند او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د یو شمېر فدایانو له کورنېو او معلولینو سره نغدي مرسته ترسره کړه

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۹:۲۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید اخند چې د دې وزارت د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش، د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد او د ډېټابېس او معلوماتو رياست د پروژې مالي مسؤل محترم مولوي شبیر احمد یې ملتیا کوله، د بلخ ولایت په چهاربولک، چمتال، بلخ  او شولګرې ولسوالېو کې د فدایانو کورنېو سره یې له نږدې وکتل او ورسره یې نغدي مرستې ترسره کړې، محترم وزیر صاحب د فدایانو د کورنیو ستونزې واوریدې او له هغوی سره یې خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړه.

هغه همداراز له یو شمېر هغو معلولینو سره هم وکتل چې د تېر شل کلن جهاد پر مهال یې د خپل بدن دوه غړي له لاسه ورکړي وو، هغوی سره یې هم نغدي مرسته وکړه.

محترم الحاج ملا عبدالمجید اخند د دې سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو ته د لا ښو او شفافو خدمتونو وړاندې کولو په موخه يې د اړوند رياست مسؤلينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS