په کاپیسا ولايت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۸:۵۱
mmd

د کاپیسا ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د امریکا مسلمانانو د زکات خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په دې ولايت کې پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې مرستې وویشلې. په دې مرستو کې هر مستحق یتیم ته د (۱۸۰۰) افغانېو نغدي مرستې ترڅنګ جامې او بوټان هم ورکړل شول.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د کاپیسا ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج ګل خان ګل محمد، د شهيدانو او معلولینو چارو آمر محترم مولوي حمزه ثابت او د یادې مؤسسې  مسؤلينو ګډون درلود.

د کاپیسا ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې اړمنو یتیمانو، کونډو او معلولینو سره مرستې ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS