په غزني ولایت کې پر (۲۰۰) تنو معلولینو باندې مرستې وویشل شوې

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۳:۳۷
mmd

په غزني ولایت کې د سیلاب خیریه بنسټ له لوري او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ په دوه سوه (۲۰۰) اړمنو معلولینو باندې خوراکي توکي چې په هغه اوړه، غوړي، وریجې، بوره اوچای شامل وو، وويشل.

  د یادو مرستو د وېش پر مهال د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوی محمدانور برادر د یاد خیریه بنسټ له مرستو څخه مننه وکړه او په نورو مؤسسو او خیریه بنسټونو یې غږ وکړ چې د دې اړمن قشر (معلولینو) سره لا زياتې مرستې تر سره کړي تر څو په سمه توګه د هغوی لاسنیوی وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۰
Background image

په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د آلمان هېواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ د یتیمانو د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د خياطۍ، موبایل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

BACK TO NEWS