د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت نه پنځوسو تنو عمومي مالي او اداري مدیرانو د روزنیز ورکشاپ له پای ته رسولو وروسته تصدیق پاڼې ترلاسه کړې

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۴:۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست د کارکوونکو د کاري ظرفیتونو د لوړولو په موخه د اداري مراسلاتو، استخدام پروسې، پلان جوړونې، اداري اساساتو، مالي او تدارکاتو په برخو کې د ولایتونو مالي او اداري چارو عمومي مدیرانو ته روزنیز پروګرام او همدا راز د دې وزارت د مرکزي کارکوونکو لپاره د کمپیوټري پروګرامونو (وینډوز، ورډ او ایکسل) تدریس پیل کړی وو چې د یادو روزنیزو پروګرامونو له بشپړولو وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو  وزارت د رهبری له لوري د ورکشاپ پر فارغانو تصدیق پاڼې وویشل شوې.

په هغه پروګرام کې چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوی وو، په هغه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید اخند، د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث نورالحق انور، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال محترم مولوي رحمت الحق، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د نورم او سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئيس الحاج ملا فیض الله، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ رئیس محترم مولوي عبدالرحیم احسان او د دې وزارت رئیسانو او آمرینو ګډون کړی وو.

په دې پروګرام کې د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث نورالحق انورد دې روزنیز ورکشاپ په اهمیت هراړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: دا د ویاړ ځای دی چې نن موږ د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې د ورکشاپ په فراغت غونډه کې حضور لرو او د دې ډول ورکشاپونو په لاره اچول د کارکونکو لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مشرتابه لورېنه او شفقت دی او هیله مو دا ده چې د ورکشاپ فارغان به له هغه څه چې دوی زده کړي دي، ښه ګټه پورته کړي.

هغه همدا راز زیاته کړه: په هیواد کې د اسلامي نظام د افغانانو پخوانۍ هیله وه او دا نظام له پخوانیو نظامونو سره ډیر توپیر لري، د دې څرګند دلیل دا دی چې له یوه پلوه اوسنی نظام د خلکو ملاتړ له ځان سره لري او له بله پلوه دا نظام د اسلامي شریعت مطابق روښانه او مشخصه تګلاره لري او د دې نظام هڅه دا ده چې د افغانانو سترو ارمانونو ته تحقق ورکړي.

ورپسې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني خبرې وکړې او ویې ویل: په هېواد کې د خدای (ج) په فضل او احسان او د افغانانو د څلویښت کلونو سرښندنو او قربانېو په برکت د یوه بشپړ اسلامي نظام خاوندان یو چې په هغه کې د ټولو سیرت او صورت په اسلامي شریعت برابر دی.

نوموړي د دغه ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل، چې له مراجعینو سره ښه چلند وکړي، خپل ورسپارل شوي مسوولیتونه په مسؤلانه ډول سرته ورسوي او له هغه څه چې په دې ورکشاپ کې یې زده کړي د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې ورڅخه پوره ګټه پورته کړي.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د یاد ورکشاپ په ارزښت هراړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: موږ د دې مظلوم قشر (یتیمانو، کونډو او معلولینو) پر وړاندې ستر مسؤلیتونه لرو. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په دې مهم پړاو کې د خپل مسؤلیت په درک کولو سره د ‌ذیربطو ادارو سره په همغږۍ د دې وزارت د مالي او اداري چارو عمومي مدیرانو لپاره د مجربو استادانو له خوا روزنیز ورکشاپ په لاره اچولی وو تر څو دې اړمن قشر ته خدمتونه په شفاف او معیاري ډول وړاندې شي.

هغه همداراز زياته کړه: دا وزارت د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو ته پرته له هر ډول تبعیض د یوې مشخصې کړنلارې او مقررې له مخې پر وخت د بانکي سيستم له لارې میاشتني نغدي مساعدتونه حواله کوي.

ورپسې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د ورکشاپ د دایرولو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کار د لا ښه والي په موخه په تیرو دوو کلنو کې د کارمندانو کاري ظرفیتونو د لوړولو په موخه په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر ورکشاپونه په لاره اچولي دي، دې وزارت د بېلابېلو ورکشاپونو پر دایرولو سربېره، د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ، د تفتیش عالي ادارې او د ملي تدارکاتو عمومي ریاست ته د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه خپل یو شمېر کارکوونکي ورپېژندلي دي.

هغه همداراز زياته کړه: دغه ورکشاپ د مرکز او ولايتونو د نه پنځوسو تنو مالي او اداري عمومي مديرانو لپاره جوړ شوى وو چې په بيلابيلو اداري او مالي برخو کې يې مسلکي زده کړې ترلاسه کړې دي.

د دې پروګرام په ترڅ کې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د اسلام په سپیڅلي دین کې د عدل او انصاف په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او د دې ورکشاپ له ګډونوالو یې وغوښتل چې خپل صورت او سیرت د اسلامي شریعت سره برابر او خپل ورسپارل شوي مسؤلیتونه په ښه توګه سرته ورسوي.

همداراز په دې پروګرام کې د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش د ثبت شویو یتیمانو، کونډو او معلولینو په تړاو خبرې وکړې او وې ویل: دې وزارت تر دې دمه (۶۱۴۹۱۰) یتیمان، کونډې او معلولین ثبت کړي دي چې هغوی ته د مرکز په شمول په ټولو ولایتونو کې یوولس میلیارده او یو اتیا میلیونه افغانۍ په شفاف ډول ویشل شوې دي چې په دې ترتیب سره  دې وزارت ته ۹۹.۸۷٪ سلنه ځانګړې شوې بودیجه په شفاف ډول په مصرف رسیدلې ده.

د دې پروګرام په پای کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ له خوا د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په پار، د دې وزارت اړوندو رئیسانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS