کونړ ولايت کې يو تعداد مستحقو کورنيو سره نغدى مرسته ترسره شوه!

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۱:۲۷
mmd

د کونړ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په هلو ځلو او د دولتې او غير دولتې ادارو سره په همغږۍ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د شپول مٶسسى لخوا (237) تنو مستحقو يتيمانو،کونډو او معلولينو سره نغدي مرسته ترسره شوه چې هر تن ته 3200 افغانۍ ورکړل شوې د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس ښاغلي عبيدالله(حقاني) د يادې مٶسسې له مسٶلينو تر څنګ د سرکاڼو ولسوالۍ له ولسوال څخه مننه او قدرداني وکړه چې د يادو مرستو په تر سره کولو کې يې دې زوريدلې او کړيدلې قشر ته حق اوليت ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (IHH) خیریه مؤسسې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (IHH) خیریه مؤسسې د رئيس محترم سلیمان ایپلي ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د همدرد خیریه مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او کونډو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د همدرد خیریه مؤسسې سره د (۴۵) زره او (۱۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

 د دې هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سیدالشهداء حضرت حمزه رضي الله عنه خیریه بنسټ له مسؤلينو سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن ماسپښین د سیدالشهداء حضرت حمزه رضي الله تعالی عنه خیریه بنسټ له مسؤلينو سره ليدنه وکړه.

یاد خیریه بنسټ چې د ټولګټو. . .

BACK TO NEWS