په کابل ولایت کې دوه سوه (۲۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو خوراکي توکي ترلاسه کړل

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۱۲
mmd

د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د نصیر خیریه بنسټ له لوري او د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پر (۲۰۰) یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې اووه (۷) قلمه خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې، بوره، لوبیا، مالګه او چای شامل وو، وویشل شول.

د یادلو وړ دی چې د یادو مرستو د ویش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پرمختیایي پروژو د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ ولسوال محترم مولوي امین الله بدري، د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو او د یاد خیریه بنسټ کارکوونکو حضور درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS