د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې نوی الکټرونیکي سیسټم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست او ورسره مل تخنیکي او مسلکي پلاوي د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او بایومټریک په موخه نوی الکټرونیکي سیسټم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپاره.
یاده غونډه چې د تخار ولایت په مقام کې جوړه شوي وه، په هغې کې د تخار والي محترم مولوي عبیدالله آخندزاده، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست، د یاد ولایت شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي فضل الحق رسا او د تخار ولایت اړوند مسؤلينو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د تخار والي محترم مولوي عبیدالله آخندزاده د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په بیت المال کې یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د حقوقو په اړه خبري وکړي.
له هغه وروسته د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي فضل الحق رسا د نوي الکټرونیکي سیسټم په فعالېدو خوښي څرګنده کړه او یادونه یې وکړه چې د ياد سیسټم په پلي کېدو سره به د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د تثبیت او راجسټر په پروسې کې پوره شفافیت او رونټیا رامنځته شي.
همداراز په دې غونډه کې د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست د نوي الکټرونیکي سیسټم د ګټو، موخو او همداراز د راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.