د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر خاصو شهیدانو ( فدايانو ) له کورنېو سره له نږدې وکتل
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د دې سفر په ترڅ کې د خاصو شهیدانو (فدایانو) له کورنیو او یتیمانو سره له نږدې وکتل او له هغوی سره یې نغدي مرسته هم ترسره کړه.
شیخ صاحب د شهیدانو له کورنېو سره په کتنه کې وویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په (۱۴۰۲) مالي کال کې یوولس میلیارده افغانۍ د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته ویشلې دي او نن د خاصو شهیدانو له کورنېو سره په فوق العاده ډول مرستې ترسره شوې.
هغه همداراز زیاته کړه: الله جل جلاله د خاصو شهیدانو (فدایانو) د قربانېو په برکت په هېواد کې اسلامي نظام حاکم کړی، نن راغلي یو تر څو د خاصو شهیدانو له کورنېو سره له نږدې وګورو، په اسلامي امارت کې د مشر څخه نیولې تر کشره پورې ستاسو په خدمت کې دي او تل به د دوی د دفترونو دروازې ستاسو پر مخ پرانیستې وي او ستاسو ستونزو ته به پر وخت رسیدګي کیږي.
همداراز د دې سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال چې د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد اظهار یې ملتیا کوله د فدایانو له دیارلس (۱۳) کورنېو سره یې نغدي مرسته هم ترسره کړه، چې په دې ترتیب هرې کورنۍ ته پنځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.