د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مستحقو یتیمانو او کونډو ته د اقتصادي بساېنې په موخه د ثمرقند افغانستان ټولنیزې مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د ثمرقند افغانستان ټولنیزې مؤسسې د پروژې د تطبیق مسؤل محترم اجمل بریالي ترمنځ لاسلیک شو چې د هغې پر بنسټ به په غرني ولایت کې دیرشو (۳۰) تنو کونډو او یتیمانو ته د اقتصادي ودې په موخه شپیته (۶۰) رأسه د شیدو وزې ورکړل شي.
د دې پروژې ټوليز ارزښت لس زره او پنځه سوه (۱۰۵۰۰) امریکائي ډالره دی چې په غزني ولایت کې به تطبیق شي.