د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس، نوي الکټرونیکي سیسټم کې د راتلونکو پلانونو د پلي کولو په موخه د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تخنیکي چارو له رئیس سره وکتل

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۵:۴۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست او ورسره مل تخنیکي او مسلکي پلاوي د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تخنیکي چارو له رئیس محترم سلطان احمد سباوون سره لیدنه وکړه.

محترم الله محمد دوست د دې لېدني اصلي موخه د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم د راتلونکو عملیاتي او تدارکاتي پلانونو د پلي کولو په برخه کې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د همکارۍ ډاډ ترلاسه کول او په اړوند تخنیکي چارو کې پوره همغږۍ را منځته کول وبلل.

د نوموړي په وينا د دېټابېس او معلوماتو ریاست په پلان کې لري تر څو د نوي الکټرونیکي سیسټم د بایومټریک لپاره د احصايې او معلوماتو د ادارې د وریفیکشن لینک څخه ګټه واخېستل شي.

په پای کې د یادې ادارې د تخنیکي چارو رئیس محترم سلطان احمد سباوون په یاده برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې راتلونکې اونۍ کې به یو مؤظف تخنیکي ټیم د سروې په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته واستوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۰
Background image

په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د آلمان هېواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ د یتیمانو د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د خياطۍ، موبایل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

BACK TO NEWS