د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست څخه ليدنه وکړه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۸:۴۲
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې هرات ولایت ته د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل او هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه سفر کړی  هلته یې د ياد رياست مسؤلينو او  کارکوونکو سره له نږدې وکتل.

نوموړي همداراز د هرات ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس ښاغلي مولوي علاو الدين سعد سره هم ليدنه وکړه د یاد ریاست پر وړاندې شته ننګونې او ستونزې واوريدې، او د حل په برخه کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه راز محترم وزیر صاحب  د دې رياست د رئیس او کارکوونکو زیار او هر اړخیزې هڅې  وستایلې او ټولو ته یې په چارو کې د برياليتوب هیله څرګنده کړه.

همداراز محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د شهيد مولوي مجيب الرحمن انصاري له کورنۍ سره  وليدل او د هغه پاک روح ته یې دعا وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۶
Background image

په کنړ ولايت کې پر (۱۲۵) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) نړېوالې مؤسسې په همکارۍ په څوکۍ او نورګل ولسواليو کې پر( ۱۲۵) زلزله ځپلو کورنيو باندې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، هرې کورنۍ ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۵
Background image

ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنۍ د پلاوي سفر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب، محترم نصیر احمد حکيمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۶۴) تنو کارکوونکو لپاره د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د (ASPS) مرستندویه مؤسسې په همغږۍ د (۶۴) تنو کارکوونکو د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل کړ.

په دې سیمینار کې. . .

BACK TO NEWS