د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوي په هرات ولایت کې د یاد وزارت له اړوند ریاست د کړنو او فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۶:۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یو با صلاحیته پلاوي په مشرۍ په هرات ولایت کې د نوموړي وزارت له اړوند ریاست له فعالیتونو او کړنو هر اړخیزه ارزونه وکړه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت باصلاحیته پلاوی چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلی شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني کوي او د یاد وزارت د دفتر رئیس ښاغلی قاري شاه محمد دوست، د داخلي تفتيش رئيس ښاغلی مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس ښاغلی مولوي عبدالنافع منتفع او د پلانونو د تطبیق او ارزونې  آمر ښاغلی قاري سید اسحاق سعید یې ملتیا کوي د هرات ولايت دشهيدانو او معلولينو چارو رياست فعالیتونه او کړنې یې په هر اړخيزه توګه وڅيړلې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یاد ریاست پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې واورېدې او د شته ستونزو د حل په برخه کې یې د یاد ریاست مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د دغه سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یاد ریاست پر وړاندې د پر تو ستونزو او ننګونو د حل، د نوموړي ریاست لپاره د اداري ودانۍ نشتون او د اړوندو څانګو له لورې  معلولینو، یتیمانو ته د لازیاتو مرستو د راجلبولو په موخه د هرات ولایت مرستیال والي ښاغلي الحاج مولوي عبدالقیوم روحاني سره وکتل.

په دې کتنه کې د هرات ولايت مرستيال والي له ياد پلاوي څخه د يتيمانو، معلولينو او کونډو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو له اورېدو وروسته د کرنې، اقتصاد،طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، د مهاجرینو او سرې میاشتې ریاستونو رئیسانو او مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې کونډو  یتیمانو او معلولینو ته په مرکز او ولسوالېو کې د مرستو د ویش په برخه کې جدي پاملرنه وکړي. 

د غونډې په پای کې د هرات ولایت مرستیال والي ښاغلي مولوي عبدالقیوم روحاني ژمنه وکړه چې د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو د حل په برخه کې او همدارنګه یاد ریاست ته د اداري ودانۍ چمتو کولو په برخه کې به لازمې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت یوسف خیلو ولسوالۍ ته سفر وکړ

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج د یاد ریاست د یو شمېر مدیرانو په ملتیا، د دغه ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د مخور جهادي شخصیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۲۸
Background image

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د ولسوالیو مديرانو لپاره د نوي بريښنايي سيسټم له لارې د مياشتني نغدي مساعدتونو د ورکړې بهير، د هغوی د کاري وړتياوو د لوړولو او ځینو برخو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۱
Background image

د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اجراآتو ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوی چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د وړاندې. . .

BACK TO NEWS