د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې له معلولیت لرونکو وګړو سره نغدي مرسته وشوه

farahmand_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۱ - ۱۴:۲۷
mmd

څلویښت تنه معلولیت لرونکي وګړې د وزارت له نغدي مرستو څخه برخمن شول، دغه نغدې مرستې چې پنځه زره افغانۍ په کې شاملې وې، د دانا مرستندویه موسسې له خوا پر معلولیت لرونکو وګړو وویشل شوې.

د دانا مرستندویه موسسې مشر احمد سعيدي چې د دغو نغدي مرستو د ويشلو مسووليت يې په غاړه لرلو، زياته کړه: د دې پيسو په ويشلو سره کولاى شو چې د اړمنو کسانو لاسنیوې وکړو او په سختو اقتصادي شرايطو کې له هغوى سره مرسته وکړو.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ مشر ښاغلي سید عظیم آغا د دې ادارې له مرستو ستاینه وکړه او له اړمنو کسانو سره یې د همکارۍ په برخه کې یو ګټور ګام وباله او د ټولو بډایه افغانانو او همدا رنګه د کورنیو او بهرنیو  مرستندویه بنسټونو څخه وغوښتل چې په دې سختو شرایطو کې د خپلو اړمنو هیوادوالو لاسنیوی وکړي او ورسره همکاري او مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چي په هیواد کې معلولیت لرونکي وګړي له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي او د اسلامي امارت په راتلو سره به د مرستو د ویش لړۍ په شفاف او اساسي ډول پر مستحقینو وویشل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS