د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت د ښاري چارو له مرستيال سره ولیدل

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۰:۳۶
a

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت د ښاري چارو له مرستيال سره ولیدل

۴غبرګولي۱۴۰۰

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې آغلې صبرۍ اندړ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښاري چارو مرستیال ښاغلي روښان ولسمل او د دې وزارت له نورو مسوولانو سره ولېدل.

په دې لېدنه کې لومړی د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره د استوګنځيو د ويش په تړاو خبرې وکړې او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له چارواکو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د شهیدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ته د استوګنیزو نمرو وېش او اوسېدو واحدونه مشخص او هغه اسانتياوې چې معلولین ورته اړتیا لري، پاملرنه وکړي.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښاري چارو مرستیال وویل، چې معلوليت لرونکي وګړي زموږ د ټولنې بشري او کاري ځواک تشکیلوي او په وینا یې، ښاري چوپړتیاوو ته د هغوی لاسرسی یوه اړتیا ده او د ښار جوړونې او ځمکو وزارت د معلولینو اړتیاوو ته په کتو په استوګنیزو پروژو، د استوګنځيو وېش او په استوګنیزو واحدونو کې د هغوی ونډه په ځانګړي ډول په نظر کې نیولې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۳
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامين زهير د شهیدانو کورنیو او معلولينو د وضعیت د ارزونې، هغوی ته د وړاندې شوو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي او همداراز د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS