د شهيدانو او معلولينو چارو وزير په کونړ کې د مصنوعي غړو جوړولو مرکز څخه ليدنه وکړه

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۸:۵۶
sxs

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير په کونړ کې د مصنوعي غړو جوړولو مرکز څخه ليدنه وکړه

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حميدالله فاروقي، په کونړ ولايت کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د مصنوعي غړو جوړولو مرکز څخه ليدنه وکړه او د مرکز د لا غنامندۍ لپاره يې اړونده چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي د ټول افغانستان په کچه د معلوليت لرونکو وګړو لپاره دې دا ډول مرکزونو جوړول له لومړنيو اړتياوو وګڼل او د وزارت په چوکاټ کې يې د ورته مرکزونو د پراختيا او زياتوالي لپاره د لازمو اجرااتو د ترسره کولو ژمنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې په کونړ ولايت کې دا مرکز د (ډي ای او) موسسې پر مالي ملاتړ د معلوليت لرونکو وګړو لپاره مصنوعي غړي جوړوي او روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۱۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي پروان ولايت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني، په مشرۍ یو پلاوی چې په ترکیب کې د ولایتي پلانونو له تطبیق څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدیر محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې پر (۵۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې د مرستو وېش

د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په خوګياڼو او چپرهار ولسوالیو کې پر (٥٠٠) تنو مستحقو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې چې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۳
Background image

په نیمروز ولایت کې څه باندې (۲) میلیونه او (۸۰۰) زره افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې

د نیمروز ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالمنان محمود د ژور احساس او د مدبرانه نوښت له مخې د ژمي له رارسېدو سره سم، د شهیدانو وارثینو، معلولینو او یتیمانو ته د نقدي مرستو د وېش یو. . .

BACK TO NEWS