په کاپیسا ولایت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کور په کور د تصفیې پروسې بهیر په ښه توګه روان دی
د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت په پروسه کې د لا شفافیت رامنځته کولو په موخه د کاپیسا ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په دې ولايت کې د کور په کور د تصفیې پروسه پیل شوې چې په دې ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي ګل خان ګل محمد د دې پروسې د څرنګوالی څخه ارزونه وکړه او د یو شمېر یتیمانو کورنې یې له نږدې وکتلې او د روان بهیر څخه یې ډاډ ترلاسه کړل.