په پکتیکا ولایت کې پر (۱۸۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل شول

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۲۳:۲
mmd

د پکتیکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په یاد ولايت کې پر (١٨٠) تنو مستحقو معلولينو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د لارې کرایې په توګه هم ورکړل شوې.

د یادو ويلچرونو د وېش پر مهال د پکتیکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي  وهاج او د استخباراتو ریاست استازي شتون درلود.

محترم مولوي محمد نبي وهاج ټولو معلولينو ته ډاډ ورکړ چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبرۍ تل هڅه کوي چې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو لپاره د ژوند په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمی او صحي مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن هرات ولایت ته ورسید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخار ولايت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

BACK TO NEWS