په پکتيا ولايت کې پر زرو (۱۰۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د پکتیا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر زرو (۱۰۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمني توکي چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، ووېشلې.