په نورستان ولایت کې د پنځوسو یتیمانو او معلولیت لرونکو کورنېو سره نغدي مرستې ترسره شوې

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۲ - ۱۱:۰
mmd

په نورستان ولایت کې د اسلامي همکاریو سازمان لخوا پر پنځوسو یتیمانو، کونډو اومعلولیت لرونکو کورنېو باندې نغدي مرستې وویشل شوې، په دغو نغدي مرستو کې چي د هریوې کورنې لپاره سل آمریکایی ډالر شامل وه، د اسلامي همکاریو سازمان له لورې د نورستان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پر اړمنو کورنېو وویشل شوې.

 دیادونې وړ ده هغو کورنېو چي دغه مرستې یې ترلاسه کړې وی، د اسلامي همکاریو سازمان او همدارنګه د نورستان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه يې مننه وکړه،  او هیله یې څرګنده کړه چي د دوې سره دی په راتلونکې کې لا زیاتې مرستې وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۰
Background image

په کابل ولایت کې (۵۰) تنو کونډو د خیاطۍ ماشینونه ترلاسه کړل

د یفت خیریه مؤسسې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ (۵۰) تنو مستحقو کونډو ته د اقتصادي ځان بساینې په موخه د خیاطۍ ماشینونه ووېشل.

یادې مرستې د کابل ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۱۶
Background image

په کابل ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو ویلچرونه ترلاسه کړل

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یفت خیریه مؤسسې سره په همغږۍ معلولینو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پر (۱۰۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په انګړ کې د یو محراب جومات پرانیسته وشوه

یاد جومات د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز په اساس او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د منظورې سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له بودیجې څخه په دوه پوړونو کې په. . .

BACK TO NEWS