په ننګرهار ولایت کې ( ۶۰۰) تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۰:۱۲
mmd

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو کسانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د یوه خیریه بنسټ سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۶۰۰) تنو مستحقو  بیوزله یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په مرستو کې اته (۸) ډوله خوراکي توکي شامل وو.

یادې مرستې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم  محمد صابر  ځواک او د خیریه بنسټ د مسؤلینو په شتون کې په منظم ډول ووېشل شوې.

محترم محمد صابر ځواک د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د مرستو چمتو کولو په پار د یاد خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه مننه وکړه او د دې قشر لپاره یې د لازياتو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS