په ننګرهار ولایت کې د شهيدانو او معلولینو پر (۳۰۰) مستحقو کورنېو باندې خوراکي توکي وویشل شول
د ننګرهار ولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې د امریکا مسلمانانو زکات خیریه بنسټ له لوري او د ياد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په هغمږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۳۰۰) کورنېو باندې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، لوبیا، نخود، وريجې، روب، بوره، چای او همداراز البسه شامل وو، وویشل شول.