په لغمان ولايت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د HHRD خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولايت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل.
همداراز هغو یتیم زده کوونکو چې په ښوونځي کې یې لومړی، دوم او درېيم مقام ترلاسه کړې وو، د ښوونځي د اطلاع نامو پر اساس چې د اناثیه زده کوونکو لپاره د خیاطۍ ماشينونه او د ذکور زده کوونکو لپاره بایسکلونه د جوایزو په توګه په پام کې نیول شوي وو، یادو زده کوونکو ته ورکړل شول.