په غزني ولايت کې د فني او حرفوي زده کړو له تدریسي بهیر څخه ارزونه ترسره شوه
د غزني ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو په رياست کې یو شمېر یتیمانو او معلولینو ته د اقتصادي ځان بساینې په موخه د (HHRD) مؤسسې له لوري د خیاطۍ او د موبایل ترمیم په برخو کې څه موده وړاندې د حرفوي زده کړو پروګرام په لاره اچول شوی وو.
نن د غزني ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد انور برادر د ياد روزنیز پروګرام له تدریسي بهیر څخه ارزونه ترسره کړه.
محترم مولوي محمد انور برادر د دې ارزونې په ترڅ کې د حرفوي زده کړو د ښوونکو هڅې وستایلې او زده کوونکي یې هم تشويق کړل.