په غزني ولايت کې د عزيزي بانک له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنې نغدي مساعدتونو د ورکړۍ له بهیر څخه ارزونه وشوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۹:۱۲
mmd

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد انور برادر په دې ولايت کې د عزیزي بانک له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روان کال د درېيمې ربعې د میاشتنېو نغدي مساعدتونو د ورکړۍ بهیر څخه لیدنه وکړه او د بانک له مسؤلينو یې وغوښتل تر څو دې اړمن قشر ته لا ډیرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

همداراز هغه معلولین، کونډې او يتيمان چې د نغدي مرستو اخیستو په موخه بانک ته راغلي وو، د شهيدانو او معلولينو چارو ریاست او عزيزي بانک له مسؤلينو څخه یې د نغدي مرستو د پر وخت اجرا کولو په پار خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند بامیان ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې ‌د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود يې ملتيا کوله، بامیان ولایت ته یې سفر وکړ، هلته یې د بامیان ولایت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۲۸
Background image

د کابل ولايت پر (۴۳۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې وېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د احساس مرستندویه مؤسسې په همکارۍ، پر (۴۳۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې او هر مستحق. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۴
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت اشکمش ولسوالۍ ته سفر وکړ

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي د ياد ولايت. . .

BACK TO NEWS