په زابل ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو نغدي مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۲:۳۱
mmd

یادې مرستې د نداء الخیر مؤسسې له لوري د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشل شوې او هر مستحق ته (۵۳۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش د نداء الخیر مؤسسې له مسؤلینو څخه یتیمانو ته د مرستو چمتو کولو په پار مننه وکړه.

په ورته وخت کې د اړمنو او بېوزلو یتیمانو کورنېو چې مرستې یې ترلاسه کړې وې د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست څخه یې خوښي وښوده، چې وخت پر وخت یې د یتیمانو ملاتړ او لاسنيوی کړی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۳:۳
Background image

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د دې ولايت له والي سره وکتل

 د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر د دې ولايت له والي محترم الحاج ملا امین الله عبید سره وکتل.

په دې کتنه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو  پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

په لغمان ولايت کې پر (۱۸۳) مستحقو کسانو باندې ژمني توکي ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ليف خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولايت کې پر (۱۸۳) تنو مستحقو یتیمانو باندې د ژمنېو توکو مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلۍ شاملې وې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۲:۵۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو په ریاست کې د نوي الکټرونیکي سیسټم لپاره د اړتیا وړ د معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د برابرولو په موخه غونډه جوړه شوه

په هغه غونډه کې چې د ډيټابيس او معلوماتو رٸيس مولوي باقي بالله فضلي په سرپرستۍ کې جوړه شوې وه، په هغه کې د اداري او خدماتو رٸيس محترم مولوي سردار محمد حبيب ، د اطلاعاتو او عامه اړيکو . . .

BACK TO NEWS