په زابل ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو نغدي مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
Tue, Dec 10 2024 12:31 PM
mmd

یادې مرستې د نداء الخیر مؤسسې له لوري د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشل شوې او هر مستحق ته (۵۳۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش د نداء الخیر مؤسسې له مسؤلینو څخه یتیمانو ته د مرستو چمتو کولو په پار مننه وکړه.

په ورته وخت کې د اړمنو او بېوزلو یتیمانو کورنېو چې مرستې یې ترلاسه کړې وې د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست څخه یې خوښي وښوده، چې وخت پر وخت یې د یتیمانو ملاتړ او لاسنيوی کړی دی.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS