په جوزجان ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۱۸
mmd

د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) کورنيو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ (۶) ډوله بېلابېل خوراکي توکي شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو او د خیریه مؤسسې استازو حضور درلود او له یاد بهیر څخه یې په هر اړخیز ډول نظارت ترسره کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د مالي او حسابي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

BACK TO NEWS