په بغلان ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) کورنیو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۱۶:۱۰
mmd

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د اړمنو کسانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ، د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) مستحقو کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او ځینې نور خوراکي توکي شامل وو.

د مرستو د وېش پر مهال د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد یتیمانو او معلولینو کورنيو ته ډاډ ورکړ چې د اړمنو کسانو لپاره به نورې مرستې هم برابرې شي،  ترڅو هغوی وکولای شي د ژوند لومړنۍ اړتیاوې په اسانه توګه پوره کړي.

په ورته وخت کې، هغو کسانو چې مرستې  يې ترلاسه کړې وې، د  اسلامي امارت، خیریه بنسټونو او همکارو ادارو څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده چې دا لړۍ دوام ومومي او نورې اړمنې کورنۍ دې هم تر پوښښ لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS