په ارزګان ولایت کې (۱۲۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۰:۰
mmd

د ارزګان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري په یاد ولایت کې د دارالایتام او مدرسې پر (۱۲۰) تنو یتیمانو باندې د ژمنېو توکو مرستې ووېشل شوې.

د مرستو د وېش پر مهال د ارزګان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي عتیق الله منظور ډاډ ورکړ چې هڅه به وکړي ترڅو د یتیمانو لپاره لا ډيرې مرستې راجلب او پر هغوی ووېشي.

 په ورته وخت کې د دارالایتام مسؤلینو هم د شهيدانو او معلولينو چارو ریاست له مرستو څخه مننه وکړه او یتیمانو ته یې د لازياتو مرستو پر چمتولو کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (IHH) خیریه مؤسسې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (IHH) خیریه مؤسسې د رئيس محترم سلیمان ایپلي ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د همدرد خیریه مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او کونډو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د همدرد خیریه مؤسسې سره د (۴۵) زره او (۱۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

 د دې هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سیدالشهداء حضرت حمزه رضي الله عنه خیریه بنسټ له مسؤلينو سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن ماسپښین د سیدالشهداء حضرت حمزه رضي الله تعالی عنه خیریه بنسټ له مسؤلينو سره ليدنه وکړه.

یاد خیریه بنسټ چې د ټولګټو. . .

BACK TO NEWS