نظامي معلولین او د شهیدانو کورنۍ د حکومت په لومړیتوب کې دي
نظامي معلولین او د شهیدانو کورنۍ د حکومت په لومړیتوب کې دي
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د ځانګړو ځواکونو افسر احمد زیور سره وکتل.
ښاغلی احمد زیور د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو قعطې افسر و، چې څه مهال وړاندې یې د هېواد په دفاع کې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړي او معلول شوی دی. نوموړي خپلې ځینې ستونزې او غوښتنې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي آریوبي د هېواد او ولس د دفاع او ترورېزم پر وړاندې جکړه کې د احمد زېور سرښندنه وستایله وویل، چې هیڅ کله به یې دا قرباني هېره نه شي او افغان ملت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو او سرښندونو قدرداني او درناوی کوي.
ښاغلي آریوبي د نظامي معلولینو او شهیدانو کورنیو ته د اسانتیاوو او امکاناتو برابرولو په موخه د حکومت د نويو پلانونو او برنامو په اړه معلومات ورکړه او ډاډ یې ورکړ، چې نظامي معلولین او د شهیدانو کورنۍ د حکومت په لومړیتوب کې دي، ټولې ستونزې به یې حل او غوښتنو ته به یې رسیدګي وشي.