د یتیمانو، کونډو او معلولینو په نوي الکټرونیکي سیسټم کې د اصلاحاتو پروسه د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم محترم رئیس مولوي باقي بالله فضلي په مشرۍ په رسمي ډول پیل شوه.

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۱:۴۳
mmd

په همدې موخه د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم په محترم ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د ایم آی اس آمر محترم الله محمد دوست، د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم آمر محترم سید تمیم آغا، د ډېټابېس پروګرامر محترم یما اقبال، د معلوماتو تحلیل او نظارت کوونکي محترم شکرالله اوریا او د ریاست اړوند نورو کارکوونکو ګډون کړی و.

په غونډې کې د هغو نیمګړتیاوو په اړه بحث وشو چې په سیسټم کې موجودې او تشخیص او ارزول شوې وې.

د غونډې پر مهال فضلي صاحب د اصلاحاتو پر اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د نیمګړتیاوو د تصحيح لپاره باید په پوره جدیت او دقت سره کار وشي. هغه یادونه وکړه چې په پام کې لرو د سیسټم په مختلفو برخو کې هر اړخیز اصلاحات راولو ترڅو یې د کارونې اسانتیا زیاته شي. همدارنګه په دې اصلاحاتو کې به د پروسو ساده کول، ګرافیکي ډیزاین ښه کول، د املایي تېروتنو سمونه، د نوو ماډیولونو اضافه کول، او د موجوده ماډیولونو منظم ترتیبول شامل وي. هغه زیاته کړه چې هدف مو دا دی چې سیسټم نه یوازې اغېزناک، بلکې د کاروونکو لپاره په زړه پورې او اسانه کړو. دغه ګامونه به زموږ د ادارې موخو ته د رسېدو لاره لا همواره کړي. 

په پای کې د غونډې ګډونوالو ژمنه وکړه چې خپلې دندې به په پوره اخلاص او همغږۍ سره ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۱۹
Background image

په ارزګان ولایت کې (۴۰۰) مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

دوشنبه د ۱۴۰۵ کال د تلې ۲۰ مه

د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت یوسف خیلو ولسوالۍ ته سفر وکړ

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج د یاد ریاست د یو شمېر مدیرانو په ملتیا، د دغه ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د مخور جهادي شخصیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۲۸
Background image

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د ولسوالیو مديرانو لپاره د نوي بريښنايي سيسټم له لارې د مياشتني نغدي مساعدتونو د ورکړې بهير، د هغوی د کاري وړتياوو د لوړولو او ځینو برخو. . .

BACK TO NEWS