په پکتیکا ولایت کې (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۰

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس ټولنیزې مؤسسې سره په همغږۍ د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د یاد ولایت پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق (۸۰۰۰) افغانۍ ترلاسه کړې.

مستحقو کسانو ته د مرستو د وېش پر مهال د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج، د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم مولوي سید محمد ابوعرفان او د اقتصاد ریاست استازي حضور درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه یې نظارت ترسره کړ.

محترم مولوي محمد نبي وهاج د احساس ټولنيزې خيريه مؤسسې له مرستو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د یتیمانو، کونډو، معلولینو او نورو بېوزلو کورنیو لاسنیوی د ټولوګډ مسئولیت دی او له نورو خیریه بنسټونو او شتمنو هېوادوالو یې هم وغوښتل، چي د ټولنې د زیانمنو او اړمنو کورنیو د ملاتړ په برخه کی خپلې مرستې زیاتې کړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ښځو د ټولنیزو خدمتونو (DWSSO) مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۹) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ، د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا او د کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه، د ښځو د ټولنیزو خدمتونو (DWSSO) مؤسسې سره د (۹) می. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس ټولنیزې مؤسسې سره په همغږۍ د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د یاد ولایت پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۱۷
Background image

په کابل ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د احساس مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله سیمه کې پر (۵۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې په دې. . .

BACK TO NEWS