د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي الکټرونیکي سیسټم له چارو څخه په کندهار ولايت کې څارنه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم آمر محترم سید تمیم آغا په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي چې محترم حکمت الله بدري، محترم صدیق الله جهاني او محترم منیر احمد شیرزي یې ملتیا کوله، په کندهار ولایت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي الکټرونیکي سیسټم د چارو څخه هر اړخیزه څارنه او ارزونه ترسره کړه.
د دې څارنې پر مهال تخنیکي پلاوي د سیسټم د فعالیت د لا ښه والي په موخه لارښوونې او د کارکوونکو تر منځ یې د همکارۍ او همغږۍ په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
همداراز، د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال په یاده برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.