د کابل ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه جوړه شوه
ياده غونډه چې د دې ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر په مشرۍ ترسره شوه، په هغه کې د اړوندو څانګو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د ښو او مؤثرو خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی پر وړاندې د شته ستونزو د له منځه وړلو په هکله خبرې وشوې او له اړوند کارکوونکو څخه وغوښتل شول تر څو ورسپارل شوي مسؤلیتونه په پوره اخلاص او همغږۍ ترسره کړي.