د معلوليت ملي ستراتيژۍ په پلې کولو کې لازمې همکارۍ ته ژمن یو

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۸:۳۴
as

د معلوليت ملي ستراتيژۍ په پلې کولو کې لازمې همکارۍ ته ژمن یو

نن چهارشنبه د وري په ۱۱مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د (HI) Handicap International Afghanistan، موسسې له رييس سره وکتل او د معلوليت ملي ستراتيژۍ د پلې کولو په برخه کې یې ترې د هر اړخيزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ناستې په پيل کې د افغانستان د معلولينو د عدالت غوښتنې ټولنې رئيس، سميع الحق سميع ښاغلي فاروقي ته د هندیکپ انټرنیشنل (HI) په هکله معلومات ورکړل او په افغانستان کې یې د هغوی لخوا ترسره شويو خدمتونو او فعاليتونو يادونه وکړه.

ورپسې په افغانستان کې د HI موسسې رييس جوليو اورتيز ارګو داس، په افغانستان کې د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د راتلونکو پلانونو او کارونو په تړاو خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه، چې د معلوليت ملي ستراتيژۍ په پلې کولو او نورو اړونده چارو کې به لازمه او هراړخيزه همکاري کوي.

نوموړي ټينګار وکړ، چې له افغان حکومت او د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره د ګډې همغږۍ او همکارۍ په چوکاټ کې به د افغانستان معلوليت لرونکو وګړو لپاره په روغتيايي، ځان بساينې او د ژوند ښه کولو برخو کې خپلو همکاريو او ملاتړ ته دوام ورکوي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د دوی راتګ ته ښه راغلاست ووايه او د افغان معلولينو سره د هميشنۍ همکارۍ او پاملرنې له امله يې ترې ځانګړې مننه وکړه.

ښاغلي فاروقي په تېرو دوه لسيزو کې د افغان معلولينو سره د نړيوالو مرستې د قدر وړ وګڼلې او د يادو همکاريو د دوام او لا زياتېدو غوښتنه يې وکړه.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د افغانستان جمهور رييس د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره ځانګړې توجو لري او پر همدې بنسټ يې دغه وزارت ته ارتقا ورکړه.

دده په خبره، چې جګړه‌ييزو حالاتو او اقتصادي ستونزو د ياد قشر لپاره د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو مخه نيولې؛ خو ژمنه يې وکړه، چې د نړيوالو مرستندويه بنسټونو په ملاتړ او د حکومت په جدي پاملرنې سره به دغه ستونزې را کمې او د حل لپاره به يې اړين ګامونه پورته شي.

نوموړي د HI موسسې له رييس سره د معلوليت ملي ستراتيژۍ د پلې کولو په برخه کې پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې له هغه څخه د تجربو، پوهې او لاسته راوړنو شريکولو غوښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې هندیکپ انټرنیشنل موسسه د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د معلوليت لرونکو وګړو لپاره روغتيايي(فزيوتراپي، فزيکي بيارغونې او مصنوعي غړو جوړونې)، حرفوي زده کړو، فزيکي لاسرسي او ځان بساينې برخو کې خدمتونه ترسره کوي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۸
Background image

په کاپیسا ولايت کې پر (٢٠٠) مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت کی د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د( ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، چې په يادو مرستو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۵
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم قاري عبدالکریم حلیمي د تخار ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (ZFA) مرستندويه مؤسسې په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې درې بورې اوړه، درې بوتله غوري، وریجې. . .

BACK TO NEWS