د لغمان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس په دې ولايت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کور په کور تصفیې بهیر څخه بررسي وکړه
د لغمان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج فیض الله جواد د دې ولایت اړوند په باد پښ ولسوالۍ کې د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د کور په کور د تصفیې بهیر څخه بررسي ترسره کړه.
ټاکل شوې ده چې نوموړې به د دې ولايت په ټولو ولسوالېو کې د یتیمانو کورونو ته لاړ شي، هغوی به له نږدې وګوري تر څو واقعي مستحقین وپیژندل شي او هغه کسانو چې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د طرحې مطابق نه وي د هغوی نومونه به له لیستونو څخه لرې کړل شي.