د شکایتونو د صندوقونو لیدنه د واکمن پلاوي له خوا ترسره شوه

mmd_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۹ - ۹:۲۳
۱

د شکایتونو د صندوقونو لیدنه د واکمن پلاوي له خوا ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت واکمن پلاوي دغه وزارت ته د مراجعینو د رارسیدلو ستونزو او د شکایتونو صندقونه د سپیناوي او اوریدنې په موخه ولیدل.

د دغه وزارت ستر سلاکار ښاغلی محمدالدین قانع د یاد وزارت د دفتر  رئیس ښاغلی سید حامد هاشمي او د څار او ارزونې رئیس ښاغلی ګل احمد عثماني د واکمن پلاوي غړي دي چې په هرو پنځلسو ورځو کې راغلو ستونزو ته کتنه او اورسېدنه کوي.

وروسته له هغه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د څار او ارزونې د چارو آمر ښاغلي نصیر شرف عبدالرحیمزي دغو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یاد وزارت له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د رغنده لارو چارو د رامنځته کولو پریکړه یې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پارالمپیک کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو معین محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ورزشي خدمتونو د برابرولو په موخه، د افغانستان پارالمپیک کمېټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۱۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بېړنیو مرستو مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د افغانستان د پراختیا او بېړنیو مرستو مؤسسې سره د څه باندې (۵۶) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۱۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې. . .

BACK TO NEWS