Review of the complaint boxes by the competent committee

د شکایتونو د صندوقونو لیدنه د واکمن پلاوي له خوا ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت واکمن پلاوي دغه وزارت ته د مراجعینو د رارسیدلو ستونزو او د شکایتونو صندقونه د سپیناوي او اوریدنې په موخه ولیدل.
د دغه وزارت ستر سلاکار ښاغلی محمدالدین قانع د یاد وزارت د دفتر رئیس ښاغلی سید حامد هاشمي او د څار او ارزونې رئیس ښاغلی ګل احمد عثماني د واکمن پلاوي غړي دي چې په هرو پنځلسو ورځو کې راغلو ستونزو ته کتنه او اورسېدنه کوي.
وروسته له هغه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د څار او ارزونې د چارو آمر ښاغلي نصیر شرف عبدالرحیمزي دغو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یاد وزارت له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د رغنده لارو چارو د رامنځته کولو پریکړه یې وکړه.