د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې (۱۲۳) تنو زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې
د HHRD نړيوالې خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده کړو پر (۱۲۳) تنو زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې په یادو مرستو کې وریجې، لوبیا، بوره او مالګه شامل وه. همداراز هر زده کوونکي ته (۷۱۶۰) افغانۍ د نغدې مرستې په توګه هم ورکړل شوې.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد، د فني او حرفوي زده کړو آمر محترم ګل احمد عثماني او د یادې مؤسسې استازو حضور درلود.