د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یوې خیریه مؤسسې لخوا پر زرو تنو مستحقینو باندې د ژمنېو توکېو کڅوړې وویشل شوې

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۵:۲۱
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوې وو، پر زرو مستحقو کسانو چې په هغې کې معلولین، کونډې، یتیمان اوځینې بیوزلې کورنې شاملې وې، د یوې خیریه مؤسسې لخوا پر هغوی باندې د ژمنېو توکو کڅوړې وویشل شوې.

د مرستو په دې کڅوړو کې( کمپلې او البسه) شاملې وې چې د یادې خیریه مؤسسې لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په همغږۍ پر مستحقو کسانو وویشل شوې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل ښاغلي مفتي فیصل خاموش د پورتنیو مرستو د وېش پرمهال د یادې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او نوموړي له نورو کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو څخه وغوښتل تر څو د معلولینو، کونډو او یتیمانو سره لازمې مرستې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۵:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د پالنې له مرکز څخه څلویښت تنه کسان فارغ شول

یاد روزنیز پروګرام څلور میاشتې وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لخوا په لاره اچول شوی وو چې په هغې کې څلویښت تنو یتیمانو او معلولینو ته د اقتصادي بساینۍ په موخه د خیاطۍ او مبایل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۱:۱۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د تشکیلاتي طرحې د ترتیب په موخه با صلاحیته کمیټه جوړه شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته د چارو محترمې ادارې لوی ریاست لخوا راستول شوي مکتوب پر بنسټ د یاد وزارت د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د یوې جامع او هراړخیزې تشکیلاتي طرحې ترتیب چې د وزارت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۹:۲۵
Background image

ّپه لغمان ولایت کې پر څوارلس ملکي جنګ ځپلو کورنېو باندې د مرستو کڅوړۍ وویشل شوې

د مرستو د ویش پرمهال د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي الحاج فیض الله( جواد) د بلومونټ خیریه مؤسسې له کړیو مرستو څخه مننه وکړه او مرستو اخیستونکو ته یې ډاډ ورکړ چې یاد. . .

BACK TO NEWS