د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د ډېټابېس او معلوماتو ریاست ولایتي کارکوونکو لپاره څلور ورځینی روزنیز ورکشاپ پېل شو
د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د ډېټابېس او معلوماتو ریاست له لوري د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم زده کړې تر عنوان لاندې څلور ورځینی روزنیز ورکشاپ د یاد ریاست اړوند (۶۰) تنو ولایتی کارکوونکو ته دایر شو، په پام کې ده چې یاد کارکوونکي به د ورکشاپ له بشپړولو وروسته وکولای شي په خپلو ولایتونو کې یاد سیسټم پلي کړي.
په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د غونډو په عمومي تالار کې جوړ شوی وو، په هغه کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر، یو شمېر آمرینو او د ډېټابېس او معلوماتو ریاست کارکوونکو شتون درلود.
د دې روزنیز ورکشاپ په پرانیست غونډه کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کارکوونکو ظرفیت لوړولو په موخه د ورکشاپ د دایرولو پر اهمیت تفصیلي خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د معلوماتو او ډېټابېس ریاست ټول مراجعین د ټولنې یو ډیر اړمن او محروم قشر دی، هغوی ته باید د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پالیسۍ له مخې معیاري خدمتونه وړاندې شي، د هغوی څخه هر اړخیز ملاتړ وشي او د ثبت او راجسټر لړۍ یې په بشپړ شفافیت پر مخ یوړل شي.
نوموړي په ښه توګه د ورسپارل شويو مسؤلیتونو ترسره کول، د سلسلې مراتبو مراعاتول، له بې ضرورته غیر حاضري څخه ډډه کول، د اړینو مهارتونو او وړتیاوو درلودل او ځینې نور موارد یې د بریالیو مدیرانو مهمې ځانګړتیاوې وبللې.
محترم مولوي محمد موسی صدیقي د ورکشاپ له ګډونوالو څخه وغوښتل چې په نوي الکټرونیکي سيسټم کې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د ثبت په برخه کې له پوره دقت څخه کار واخلي او یاده پروسه په مسلکي ډول پرمخ یوسي.
په دې پروګرام کې، د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي د کارکوونکو د ظرفیت لوړونۍ په برخه کې یې د دې روزنیز ورکشاپ یوه مهمه اړتیا وبلله او ویې ویل: ګډونوال به د روزنیز ورکشاپ د بشپړولو وروسته وکولای شي د ډېټابېس او معلوماتو ریاست غوښتنو سره سم، خپلې ورسپارل شوې چارې په ښه توګه او اخلاص سره ترسره کړي او د ټولنې له اړمن قشر (یتیمانو، کونډو او معلولینو) خدمت وکړي.
د دې پروګرام په ترڅ کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش د ډېټابېس او معلوماتو ریاست د کارونو او مسؤلیتونو په هکله مفصلې خبرې وکړې او په مناسب ډول یې معلوماتو ته لاسرسی، د اطلاعاتو مصؤنیت او امنیت، د باور او اعتماد رامنځته کول، د جعل او تزویر مخنیوی، د راپورونو په ترتیبولو کې آسانتیا او د وخت له ضایع کیدو څخه یې مخنیوی د نوي بريښنایي سیسټم له مهمو ګټو څخه یاد کړل.
هغه همداراز د یتیمانو، کونډو او معلولینو د معلوماتو په ثبت او راجستر کې د کمپیوټر پروګرامونو سره د آشنایي پر اهمیت او ارزښت هم خبرې وکړې او د ورکشاپ ګډونوال یې وهڅول چې په دې برخه کې په مسلکي ډول عمل وکړي